Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ ښاروالۍ مسوولین وايي، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې په دغه ولسوالۍ کې د ښاروالۍ له خوا د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوالونو، اوبو رسولو، سړکونو او چریو جوړولو او نورې بېلابېلې پروژې پلې شوې او ځینې لا هم تر کار لاندې دي.
کندهار (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د کندهار مرافعه محکمې د جزا دیوان له خوا ۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه چې څلور تنه یې
کندهار (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۲سوه هکتاره ځمکه پنبه کرل
د کندهار صنعتکاران وايي، د برېښنا نشتوالي اړ کړي څو پر دې فکر وکړي چې خپلې فابریکې له دغه ولایته وباسي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۴۷زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.
په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو له ټولولو سره جوخت یې صادرات هم پای ته رسېدلي او سږ کال د څه باندې ۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي دي.
کندهار (پژواک، ٢٩ تله ۱۴۰۱): په کندهار کې د هنر ورځې نمانځې مراسمو کې يو شمېر ممثلينو او انځوګرانو وويل چې هنرونه يې پامه غورځول
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې پاکستاني ځواکونو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر یو شمېر کسانو ډزې کړې او ۹ تنو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
کندهار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱) «کندهار د شاهانو خاوره» د کندهار د تاریخي، فرهنګي، اقتصادي او سیاحتي ارزښتونو او نومیالیو شخصیتونو د پېژندنې کتلاک دی
کندهار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د کندهار په صنعتي پارک کې د وچې مېوې د بستهبندۍ په یوې فابریکې کې اورلګېدنې ۶۰۰ زره ډالر زیان
د کندهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یوه پلار خپل ۳۵ کلن زوی له دې امله وژلی چې د هغه د دویم واده مخنیوی یې کاوه.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی او په تېر نظام کې د دغې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ مرستیال او د سیمهییزو پولیسو قوماندان عبدالصمد اڅکزی د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP