د کندهار سوداګرۍ خونه وايي، له دغه ولایت څخه بهر ته د انځرو په صادراتو کې ډېروالی راغلی او په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د څه باندې ۱۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي دي.
په کندهار ولایت کې په وروستیو دوو میاشتو کې د غنمو بیه نږدې نیمايي لوړه شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو مسوولین وايي، له سیاسي بدلون وروسته په ټول هېواد کې د ۲زره ساختماني او لوجستیکي شرکتونو کارونه په ټپه درېدلي او تر ۱۰۰زره ډېر هغه کسان وزګار شوي چې مخکې یې په دغو شرکتونو کې دندې درلودي.
نامعلومو کسانو د ارشاد فضلي په نامه یو ځوان د کندهار ښار په عینو مېنه کې د چاړه په ګوزارونو وژلی دی.
. . .
د کندهار د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ګڼو تولیدي توکو تر منځ، شپږ تولیدي توکي په دغه ولایت کې په دومره پیمانه تولیدېږي چې له نورو هېوادونو یې واردولو ته اړتیا نشته.
ه کندهار کې د شاتو مچیو فارم لرونکي او د کرنې ریاست مامورین وایي، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۷۰ سلنه فارمونه له منځه تللي او تولید یې کم شوی چې لامل یې د تېرو میاشتو جګړې، وچکالي او اقتصادي ستونزې دي.
د کوچني اختر لمونځ د اسلامي امارت د مشر شيخ هبةالله اخندزاده په امامت د کندهار په مرکزي عیدګاه کې ادا شو.
په کندهار کې چارواکي وايي، د کوچني اختر لپاره يې په دغه ولايت کې امنيتي چمتووالی زیات کړی دی.