ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار د ۶ تولیدي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته نژدي شوی دی

کندهار د ۶ تولیدي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته نژدي شوی دی

author avatar
10 May 2022 - 16:26
کندهار د ۶ تولیدي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته نژدي شوی دی
author avatar
10 May 2022 - 16:26

کندهار (پژواک، ٢٠ غویی ۱۴۰۱): د کندهار د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ګڼو تولیدي توکو تر منځ، شپږ تولیدي توکي په دغه ولایت کې په دومره پیمانه تولیدېږي چې له نورو هېوادونو یې واردولو ته اړتیا نشته.

د کندهار د صنایعو او سوداګرۍ خونې رئیس سید سرور اماني پژواک اژانس ته وویل، په دغو توکو کې غیر الکولي مشروبات، پلاستیکي توکي، د اوسپنې تولیدات، د پنبې غوړي او کنجاړه، صابون، شامپو او نور توکي شامل دي چې دغه ولایت په دغو برخو کې خودکفايي ته نژدې شوی دی.

د هغه په خبره، په کندهار کې د مشروباتو په برخه کې اوسمهال په کافي اندازه تولیدات شته؛ دلته د فلټر اوبو تر څنګ جوس، کوکاکولا او نور مشروبات تولیدېږي چې ښه کیفیت هم لري.

ده زیاته کړه، دغه راز پلاستیکي توکې لکه پلاستیکي لوښي، د مېوو لپاره د پېکینګ جالونه، پایپونه او نور توکي تولیدېږي چې د بازار اړتیا پوره کوي.

هغه د اوسپنیزو توکو د تولیداتو په اړه هم وویل: «دا چې اوسمهال له افغانستان څخه د زړو اوسپنو لېږد بشپړ بند شوی، نو دلته یې د اوسپنې فابریکو ته ډېره اسانتیا جوړه کړې ده، دلته اوس ګاډر، ګول سیخ او نور توکي تولیدېږي او اړتیا نشته چې دغه توکي خلک له بهر څخه وارد کړي.»

اماني دغه راز وویل، د پنبه دانې د غوړیو، کنجارې، صابون او شامپو په برخه کې هم کندهار زیات تولیدات لري او دغه تولیدات د کندهار تر څنګ نورو ولایتونو ته هم لېږدول کیږي چې د کيفیت له اړخه هم ښه دي او هم یې بیه ټيټه ده.

بل خوا ده د صنعتي فابریکو پر وړاندي د برېښنا نشتوالی لوی خنډ وباله چې اکثره وخت د صنعتکارانو د تولیداتو مخه نیسي.

هغه وایي، برېښنا غیرمنظمه ده او فابریکې په منظم ډول خپل تولیدات نه شي کولای، خو لږ فابریکې دي چې دوامداره د ډېزلي ماشینونو په برېښنا چلېږي.

ده زیاته کړه: «زموږ لویه ستونزه د برېښنا نشتون دی که برېښنا منظمه شي موږ به په نورو برخو کې هم خودکفا شو او اړتیا به و نه لرو چې له بهر څخه توکې وارد کړو، او بله ستونزه د صنعتي پارک ده چې په په یو غرنۍ ساحه کې دی او لا یې هم په منظم ډول د سړکانو جوړولو او نورې چارې نه دي ترسره شوې.»

صنعتکاران بیا وایي، که څه هم د ځينو تولیداتو په برخه کې کندهار خودکفا شوی، خو بیا هم له ستونزو سره مخ دي.

په کندهار کې د صابون او شامپو جوړولو د یوې فابریکې مسوول زلمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی هره ورځ شاوخوا دوه زره کارتنه صابون او شامپو بازار ته وړاندې کوي چې د کندهار تر څنګ کابل او ډېر شمېر نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي.

هغه زیاته کړه: «موږ تولید هر څومره کولای شو، خو ستونزه دا ده چې ځيني کسان په کورونو کې صابون یا شامپو جوړوي نو زموږ بازار ته کله کله زیان رسوي او بله دا چې پر بهرنیو وارداتي صابون او شامپو باید مالیه زیاته شي ترڅو زموږ وطني تولید بازار پیدا کړي.»

دی وایي، په دومره ښه کیفیت تولید لري، چې ان یو ډول شامپو یې پاکستان او تاجکستان ته هم لېږدول کېږي.

د غذايي توکو د تولید د یوې فابریکې مسوول احمدشاه حبیبي بیا وایي، په ورځ کې شاوخوا زر کارتنه چپس او سلنټي تولیدوي چې د کندهار ترڅنګ یې هلمند، او زابل ته هم لېږدوي.

د هغه په خبره، دغه وطني تولید د بهرنیو ځای نیولی؛ ځکه دوی یو کارتن په پنځه سوه افغانۍ پلوري، خو بهرني دغه ډول تولیدات بیا په شاوخوا اته سوه افغانۍ تمامیږي.

ده وویل: «زموږ وطني تولیدات تر بهرنیو ډېر ارزانه دي؛ خو بیا هم بهرني راوړل کیږي، که چیري د بهرنیو تولیداتو مخه ونیول شي او یا هم خلک د بهرنیو پر ځای خپل وطني تولیدات وکاروي، دلته به پر اقتصاد ژور مثبت اغېز ولري.»

دغه راز د مصالې د تولیدي فابریکې یو مسوول سردارولي هم وایي، پخوا تر ډېره مصاله له پاکستان څخه راوړل کېدله، خو اوس دلته دوی هر ډول مصاله تولیدوي او هر څوک چې هر څومره اندازه مصاله وغواړي، دوی یې ورته چمتو کولای شي.

ده زیاته کړه، اوسمهال په منظم شکل هره ورځ تولید نه لري، خو د خلکو له غوښتنو سره سم هغوی ته مصاله جوړوي او کولای شي، د کندهار ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم په کافي اندازه ولېږي.

د کندهار د صنایعو او سوداګرۍ خونې رییس او صنعتکاران وایي، د صنعت په وړاندې چې دا مهال لویه ستونزه پرته ده، د برېښنا نشتوالی دی چې له امله یې ډېری فابریکې په ټپه ولاړې دي.

دوی غوښتنه کوي که د کندهار برېښنا منظم او په پوره اندازه فابریکو ته ورکړل شي، نو کېدای شي د ډېرو نورو تولیداتو په برخه کې هم کندهار خودکفايي ته ورسېږي.

Visits: 303

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.