په کندهار او کونړ ولایتونو کې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
د کندهار ولایت په شپږو ولسواليو کې له ۱۵ کلن ځنډ وروسته ۹۶ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شول.
کندهار کې ښځې وايي، ډېر وخت کېږي لاسي صنایعو ته یې نندارتونونه نه دي جوړ شوي چې دغه کار یې پر کاروبار بد اغېز کړی او د تولیداتو بازار یې کمرنګه شوی دی.
د کندهار ښار یوه اوسېدونکي په لومړي ځل په خپل نوښت ژور څاه ته د لوېدلې ۵ کلنې ماشومې ژوند ژغورلی دی.
په کندهار کې ۲ تنه او په پکتیکا کې ۳ تنه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور ونیول شول.
د کندهار د نفت او ګاز دولتي شرکت مسوولین وایي، له دې وروسته یوازې قانوني جواز لرونکي د تېلو پمپونه او د ګازو شرکتونه د تېلو او ګازو د پلور اجازه لري، له دې پرته په پرچون توګه په بېرل او ګرځنده ټانکر کې د تېلو او ګازو پلور منع دي.
د کندهار په صنعتي پارک کې د ۲۰۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د اوسپنې ویلي کولو یوې فابریکې جوړولو بنسټ کېښودل شو.
د کندهار خبریالان وايي، د راپورونو جوړولو پر مهال چارواکي معلومات نه ورسره شریکوي چې دې ستونزې د هغوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.
په کندهار ښار چاودنې درې ماشومان ټپيان کړي او په یوه بله پېښه کې بیا له یوه کس څخه سر پرې شوی دی.
په کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون د انجنیري او کمپیوټر ساینس له پوهنځیو د ۳۰ نجونو په ګډون ۱۹۳ محصلین فارغ شول.
د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات له خوا د یوه چیک ډیم جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې یو بشپړ روغتیايي مرکز«CHC» پرانیستل شو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان/ UNHCR په مالي لګښت جوړ شوی دی.