ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ۲،۵ میلیون ډالرو په پانګونه د اوسپنې ویلولو فابریکه جوړېږي

په کندهار کې د ۲،۵ میلیون ډالرو په پانګونه د اوسپنې ویلولو فابریکه جوړېږي

author avatar
20 Mar 2022 - 13:23
په کندهار کې د ۲،۵ میلیون ډالرو په پانګونه د اوسپنې ویلولو فابریکه جوړېږي
author avatar
20 Mar 2022 - 13:23

کندهار (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د کندهار په صنعتي پارک کې د ۲۰۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د اوسپنې ویلي کولو یوې فابریکې جوړولو بنسټ کېښودل شو.

دا فابریکه د حاجي شمس الله عطا په نوم ملي سوداګر له خوا جوړېږي چې تر راتلونکو ۱۵ میاشتو به یې ودانۍ بشپړه او په تولید پیل وکړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسپنې ویلولو دا فابریکه چې د جوړولو چارې یې نن پیل شوې، تر راتلونکي یونیم کال بشپړېږي.

هغه زیاته کړه، په لومړیو کې به په دې فابریکه کې ۹۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي خو وروسته به دا شمېر ډېر شي.

دی وايي، دا فابریکه په یوه ساعت کې له ۵ تر ۷ ټنه تعمیراتي سیخ تولیدوي چې کولای شي تر ډېره د بهرني وارداتي سیخ مخنیوی وکړي.

د ده په خبره، د دغسې فابریکو چلولو لپاره په هېواد کې کافي خام توکي شته خو لویه او بنسټيزه ستونزه د برېښنا د نشتوالي دي چې حکومت باید پام ورته وکړي.

دی وايي، له ډېرو هیلو سره یې په اوسنیو بدو اقتصادي شرایطو کې پانګونې ته زړه ښه کړی او تمه یې دا ده چې به ټولو دولتي او نادولتي قراردادونو کې داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د کندهار د صنايعو او معدنونو خونې ریيس سيد محمد سرور اماني پژواک اژانس ته وویل، د هېواد د اقتصاد عمده برخه صنعت جوړوي چې د دې فابریکې جوړېدل د اقتصادي ودې په برخه کې ښه ګام دی.

د هغه په وینا، د دې فابریکې له جوړولو سره به د تعمیراتي سیخ په برخه کې پر وارداتي توکو تکیه کمه شي او ترڅنګ به یې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

په کندهار کې د صنعتکارانو اتحاديې مشر فیض الحق مشکاني بیا وایي، ډېری پانګوال غواړي چې پانګونه وکړي خو اساسي ستونزه د برېښنا کمښت دی او له همدې امله پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د هغه په وینا، که د برېښنا ستونزه حل شي لسګونه فابریکې به فعالیت پيل کړي او زرګونه کسان به پر دندو وګومارل شي.

بلخوا اوسمهال د هلمند له کجکي بند تر کندهاره د برېښنا د لین پر نوي کولو کار روان دی او د برېښنا ریاست مسوولین وایي، د لین له نوي کېدو سره به د برېښنا په زیاتوالي کې د پام وړ بدلون راشي چې په تېرو شلو کلونو کې به یې ساری نه وي لیدل شوی.

د کندهار صنايعو او معدنونو خونې مسوولین وايي، دا مهال په هېواد کې ۴۲ د اوسپني ویلولو توليدي فابريکې فعاليت لري چې د کندهار ترڅنګ په کابل، هرات، بلخ او جلال اباد ولايتونو کې دي.

د دغو فابریکو پر جوړولو میلیونونه ډالر پانګونه شوې چې په زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

Visits: 225

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.