په هرات کې حکومتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د دوو تاجکستاني وګړو په ګډون، د داعش ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.
هرات (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د هرات امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د پنځمې امنیتي حوزې امر په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند
واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره په هرات ولايت کې د څلورم ځل لپاره د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون د درېيو ورځو لپاره جوړ او د ښځو او دولتي چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.
د ځوانانو د تفریح لپاره د موبايل او کمپيوټر په مرسته په انلاین ډول د لوبو پر موجودیت سربېره، اوس د هرات ولايت په ګوټ ګوټ کې د سيمهييزو او دوديزو لوبو مینهوال هم زيات شوي دي.
د هرات ولایت د نسايي ولادي روغتون یو شمېر مراجعینې او ناروغ لرونکي د سمو او پر وخت روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې له اړتیا سره سم د ناروغانو درملنه نه کېږي.
په هرات کې ځينې ورېښمکارې ښځې دغه ولایت کې د ورېښمو چنجیو صنعت د تولید رکود ته اندېښمنې دي، زیاتوي چې په هېواد کې د ورېښمو د خرڅلاو بازار نشتوالی د ورېښمکارانو کار زیانمن کړی دی.
یو هراتی ځوان په یوه نوښت سره توانېدلی چې بې چلوونکي جنګي ټانک جوړ کړي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دغه ولایت کې پر رواني ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲ زره ۳۲۴ رواني ناروغانو دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه کړې ده.
د هرات کتابپلورونکي په دغه ولایت کې د کتابپلورنې بازار رکود ته اندېښمن دي او وایي، نن سبا د خپل کسب او کار بدې ورځې تجربه کوي.
د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۸ کانونه شته چې اوسمهال یې د شپږو د استخراج چارې روانې دي.
د هرات د چاپېریالساتنې اداره په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه د اندېښني څرګندولو ترڅنګ وايي، د کلني اورښت کموالی او د ژورو څاګانو کیندلو له امله په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.
په هرات ولایت کې یو شمېر ښځو پر هغو ځورونو چې په لارو او کوڅو کې ورسره مخ دي، نیوکه کوي او دا د ځان پر وړاندې تر ټولو ناوړه ټولنیز چلند بولي.