هرات (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د هرات امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د پنځمې امنیتي حوزې امر په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «د د هرات ولایت د پولیسو پنځمې امنیتي حوزې امر مولوي محمد حسن مسعود تېره شپه په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
سرچینې لیکلي، دا پېښه د هرات او پشتون زرغون ولسوالۍ پر لاره هغه مهال شوې چې نوموړی کور ته روان و خو موټر یې له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.
د یادونې ده چې په تېره یوه میاشت کې په هرات ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي او اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
Visits: 240
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن