ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د سيمه‌ييزو او دوديزو لوبو مينه‌وال ډېر شوي

په هرات کې د سيمه‌ييزو او دوديزو لوبو مينه‌وال ډېر شوي

author avatar
3 Nov 2022 - 15:49
په هرات کې د سيمه‌ييزو او دوديزو لوبو مينه‌وال ډېر شوي
author avatar
3 Nov 2022 - 15:49

هرات (پژواک، ١٢ لړم ۱۴۰۱): د ځوانانو د تفریح لپاره د موبايل او کمپيوټر په مرسته په انلاین ډول د لوبو پر موجودیت سربېره، اوس د هرات ولايت په ګوټ ګوټ کې د سيمه‌ييزو او دوديزو لوبو مینه‌وال هم زيات شوي دي.

په هرات کې د جمعې ورځې په سیمه‌ییزو او دودیزو لوبو کې غېږ‌نیونه، اس او موټرسایکل ځغلول شامل دي چې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکي یې لیدو ته ورځي.

د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د امنيت په ټينګښت سره اوس سيمه‌ييزې لوبې په ډېره مینه او لېوالتیا سره ترسره کېږي.

د هرات ښار په شمالي برخه کې د غېږنیونې سیمه‌ییزه لوبه ترسره کېږي چې د جمعې ورځ د دې لوبې زرګونه مینه‌وال ترې خوند اخلي او په ورته وخت کې د هرات ښار په جنوبي برخه کې بیا د موټرسایکل او اس ځغلوني لوبې ترسره کېږي چې سلګونه مینه‌وال یې لیدو ته ورځي.‎

د ښار د مرکز اوسېدونکي عبدالخالق له پژواک سره خبرو کې وويل، دغه لوبې د هېواد د خلکو د کلتور او دود برخه ده او بايد د ساتلو او ملاتړ لپاره يې هر اړخیزې هڅې وشي.

د هغه په خبره، حکومت باید د یادو لوبو لپاره د ځانګړو ځايونو په جوړولو سره د دې دودیزو لوبو مينه‌وال جذب کړي.

په ورته مهال، د دغه ولایت یو غېږنیونکی وحیداحمد هم پر دې باور دی چې د غېږنیونې شته میدان معیاري نه دی او که پراخ شي نو د نندارچیانو شمېر به یې هم زیات شي.

نوموړی ‎زیاتوي، د دودیز لوبو د ودې او ملاتړ لپاره د زمینې برابرول د دغه ولایت د اقتصاد په وده کې هم ښه اغېزه لري.

نوموړي څرګنده کړه چې په دې سره کولای شو ووایو، له ګاونډیو ولایتونو د ورزش د مینه‌والو جلبولو ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو لکه ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه هم مېلمانه راجلب کړو چې له زموږ سره نسبتاً ورته فرهنگ لري او ورته دودیزې لوبې سره کوي.

په ورته مهال، د هرات ولايت د موټرسايکل چلوونکو فدراسيون رییس استاد فريدون وايي، د جمعې ورځ په دغه ولايت کې د دې لوبې ٨٠ غړي په موټرسايکل چلولو بوخت وي او د څو نندارو په ترسره کولو سره يې سلګونه ننداره‌کوونکي راجلب کړي دي.

د موټرسايکل چلوونکو فدراسيون رییس هم له حکومتي مسوولينو غواړي چې د دي لوبې ترسره کولو لپاره دې د امکان تر حده ښه ځاى او معيار جوړ کړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د هرات د ورزشي فدراسیون نظر ترلاسه کړو، خو څوک ځواب ورکولو ته حاضر نه شول.

بلخوا د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم‌الحق حقاني پژواک ته وويل، دغه ډول لوبې چې د خلکو د خوښۍ او تفريح لامل ګرځي، ملاتړ کوي او اداره یې هڅه کوي چې د یادو لوبو لوبغاړو ته ‎لازمي اسانتياوې برابرې کړي.

هغه وويل، حکومت خپل ځان مکلف او مسوول ګڼي چې د خلکو او ځوانانو د تفريح لپاره ورته فضا برابره کړي.

د يادونې ده، په هرات کې  د خوسي، پتنګ الوځولو، بزکشۍ، مردکیو، غېږنيونې او نورو دودیزو لوبو ترسره کول له یوې خوا د لوبغاړو لپاره د تفريح او له بل پلوه یې د روغتيا لامل ګرځي.

Views: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.