ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې کتاب‌پلورونکي د کتاب پلورنې بازار رکود ته اندېښمن دي

هرات کې کتاب‌پلورونکي د کتاب پلورنې بازار رکود ته اندېښمن دي

author avatar
20 Oct 2022 - 14:29
هرات کې کتاب‌پلورونکي د کتاب پلورنې بازار رکود ته اندېښمن دي
author avatar
20 Oct 2022 - 14:29

هرات (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د هرات کتاب‌پلورونکي په دغه ولایت کې د کتاب‌پلورنې بازار رکود ته اندېښمن دي او وایي، نن سبا د خپل کسب او کار بدې ورځې تجربه کوي.

د هغوی په خبره، اوسمهال په هرات ښار کې د کتاب‌پلورنې بازار خراب شوی، په تېره بیا ځوانان له کتاب پېرولو سره ډېره کمه لیوالتیا لري.

د هرات کتاب پلورنځيو ځای چې یو وخت د محصلانو، زده‌کوونکو او پوهنتون استادانو د راټولېدو ځای و؛ خو د وخت په تېرېدو وروستي سیاسي بدلون او بهر ته د هرات پوهنتون استادانو تلل، د هرات پر کتاب پلورونکو مستقیم اغېز کړی دی.

د یاد ولایت یوه کتاب‌پلورونکي ګل‌احمد پژواک سره په خبرو کې وایي، د جمهوریت سقوط او له هېواده د لوستو وګړو وتلو له امله د دوی کار کمرنګه شوی او له سقوط سره مخ دی.

د هغه په خبره، دده او نورو کتاب پلورونکو لپاره کاروبار ستونزمن شوی چې آن د خپلو دوکانونو کرایې هم په ډېرې سختۍ سره پیدا کوي.

د هرات ښار یو بل کتاب‌پلورونکی جمعه احمدي هم وایي چې مخکې یې د ورځې تر ۱۰ زرو افغانیو پلور درلود؛ خو اوس د ورځې زر یا دوه زره افغانیو ته ټيټ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د کتاب پلورنې بازار په دغه ښار کې پیکه شوی دی.

نوموړي څرګنده کړه چې لومړی د کرونا خپرېدو او وروسته بیا په هېواد کې سیاسي بدلون د دوی کاروبار له رکود سره مخ کړی دی.

په دغه حال کې، د هرات ښار ځيني اوسېدونکي هم وایي چې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ زیاتوالي له امله نشي کولی چې کتابونه وپېري.

د یاد ولایت یو اوسېدونکی احمد جاوید په دغه ښار کې د کتاب لوستنې فرهنګ کمرنګه کېدو ته اندېښمن دی او وایي، د ټولنیزو او انټرنټي شبکو شتون او دغه‌راز د خلکو او ځوانانو ناسمه استفاده د دې لامل شوی څو کم خلک مطالعې ته مخه کړي.

په هرات ښار کې یوه ځوان ګل‌میر له پژواک سره په خبرو کې وویل: «اوس چې په هېواد کې کومه ځوانه طبقه پاتې ده، هغوی بې‌کاره دي، له بېوزلۍ او فقر سره لاس او ګریوان دي او دا چاره د دې لامل شوې څو کتاب لوستنې او مطالعې ته د وخت ورکولو پر ځای ځان ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.»

په ورته وخت کې، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په برخه کې پروګرامونه لري.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ امر جاوید ضرغام پژواک ته وویل، مطالعي ته د زده کوونکو او محصلانو د هڅونې په موخه به د کتاب لوستلو سیالۍ او د کتاب لوستنې نندارتونونه به جوړوي.

هغه وویل: «د کتاب لوستنې د ودې لپاره پروګرامونه لرم، ان شاءالله هڅه کوو چې ټول کتاب لوستنې ته مخه وکړي.»

له هرات پوهنتون څخه فارغ ناصر آرمل په دې باور دی چې که ټولنه کوم وخت د کتاب لوستنې له فقر سره مخ شي، نو دا چاره کولای شي چې څو نسلونه د مطالعې فرهنګ له فقر سره مخ کړي.

هغه له حکومتي مسوولینو غواړي څو ژر د کتاب لوستنې فرهنګ په برخه کې هڅې وکړي.

د کتاب پلورونکو د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې له ټولو اتیا کتاب‌پلورنځیو څخه څو دوکانونو خپل کاروبار بدل کړې او ځينو یې خپل دوکانونه پلورلي دي.

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د خلکو په خبره، په دې وروستیو کې ګڼ خلک بې‌کاره شوي او د کتاب پېرلو وس نه لري.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.