ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د زینتي ښيښو جوړونې صنعت بېرته غوړېدلی دی

هرات کې د زینتي ښيښو جوړونې صنعت بېرته غوړېدلی دی

author avatar
21 Nov 2022 - 18:42
هرات کې د زینتي ښيښو جوړونې صنعت بېرته غوړېدلی دی
author avatar
21 Nov 2022 - 18:42

هرات ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې د ښيښې‌جوړونې صنعت چې لرغونی تاریخ لري، د پلور بازار بېرته غوړېدلی دی.

دغه صنعت له دوو میاشتو ډېره موده کېږي چې د هرات سیمه‌ییزې ادارې تر ملاتړ لاندې راغلی او د فرهنګیانو ترمنځ هم د دوام هیله‌مندي یې پیدا شوې ده.

د ښیښې‌جوړونې صنعت یو مخکښ غلام سخي په هرات ولایت کې د دغه صنعت بیاځلي غوړېدو ته خوښي ښيي.

د هغه په خبره، د دې کارخونې دولتي کېدل، د ېاد صنعت بیا ژوندي کېدو لپاره هیلې زېږوي.

هغه د سرپرست حکومته له مسوولانو د لا ډېر ملاتړغوښتنه وکړه.

نوموړی وایي: «اوسمهال په هرات کې د ښيښې‌جوړونې دوې کارخونې موجودې دي او د غه صنعت له بیاځلي پیل سره، هڅه کوو چې ژوندی یې وساتو او موږ دلته د ګیلاسونو په حرارت سره، بیلابیل ډول زینتي لوښي او زینتي شیان چمتو کوو.»

نوموړي وویل، هغه توکي چې ښيښه ترې جوړېږي، له رنګ سره یو ځای اته ساعته په بټۍ کې حرارت ورکول کېږي څو پاخه شي او یو ګیلاس له ۱۵۰ تر زرو افغانیو بیه لري.

په دغه حال کې، په یاد ولایت کې له فرهنګي میراثونو د ملاتړ ټولنې رییس عبدالقیوم وزیري هم په دې باور دی چې دغه صنعت له خورا لوړ ارزښته برخمن دی او باید د دغه او نورو مخ په رکود صنایعو ژوندي ساتلو ته پاملرنه وشي.

نوموړی زیاتوي، دغه صنعت یو له فرهنګي میراثونو څخه دی چې باید ډېره پاملرنه ورته وشي او د هرات ولایت له ټولو اوسېدونکو غواړي چې راشي او له دغه صنعته ملاتړ وکړي او ویې پېري.

په ورته وخت کې، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایی، دغه اداره د دغه پخواني صنعت له فعالیتونو ملاتړ کوي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني له پژواک سره په خبرو کې وویل، د ښيښې‌جوړونې صنعت د ساتنې او پیاوړتیا په موخه، د ښیښې‌جوړونې کارخونه د اوسني دولت له ملاتړه برخمنه ده.

د حقاني په خبره، د ښیښه‌جوړونې صنعت د دغې سیمې په تاریخ او فرهنګ کې ريښې لري او باید ساتلو لپاره یې هڅې وشي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دغه تاریخي او ځلانده صنعت څخه د ملاتړ په موخه، هغه د دولت په چوکاټ کې داخل کړی چې تل ترې ملاتړ او ساتنه وشي.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي محمد ناصر پژواک ته وویل، اړتیا ده چې له دغه ډول صنایعو څخه ملاتړ وشي او دا چې په هرات کې جوړ شوي ګیلاسونه، قابونه د کورنیو او ځينو بهرنيو سیلانیانو له خوا پېرل کېږي، دا خپله د دغه ولایت زینتي ښيښې مخینې او دغه صنعت ته د قدرونې ښکارندويي کوي.

هغه زیاته کړه چې خپله یې د دوه زره افغانیو څو ګیلاسونه او زینتي قابونه اخیستي دي او هغه یې په المارۍ کې ايښي چې ورته په هر ځل کتو د غرور او خوښۍ احساس کوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، دغه صنعت ۶۰۰ کاله مخینه لري چې اوسمهال په دغه ولایت کې د ښيښو د تولید له څو کارخونو، یوازې دوې کارخونې فعالیت لري.

د یادونې ده، په هرات کې ډېری تولید شوې ښيښې د لاسي صنایعو په توکه په دغه ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو له لوري پېرل کېږي او دغه‌راز له دغه صنعته چې زینتي اړخ لري، په دفترونو، کورونو، تالارونو، رسټورانټونو او نندارتونونو کې استفاده کېږي.

Visits: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.