Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتيکا د مرکز ښرنې د يو شمېر توليدي فابريکو مسوولين وايي چې د دولتي برېښنا او د صنعتي پارک نشتون يې پر کارونو منفي اغېزې کړې او دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د پکتيا د شواک ولسوالۍ اړوند د شبکخېلو درې اوسېدونکي وايي چې د روغتيا، پوهنې او مخابراتي خدمتونو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پکتيکا اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې په تېرو درېيو کلونو کې په دغه ولایت کې ۱۵۳ تاریخي سیمې او ابدې ثبت شوې دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ټابلین په نوم د نشې ۳۴۰۰ ټابلېټونه کشف او ترلاسه شوي دي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې په درېیو ترافیکي پېښو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او اديبانو په ګډون د «جرګو او د سنګر سړي» تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوه.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ یوه لېوه د یوې کورنۍ پنځه کسان داړلي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت په تېرو اوو میاشتو کې د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو ۶۱۲ کسان نیول شوي دي.
د پکتیا یو شمېر خلک وايي چې په دې ساړه ژمي کې د سونلرګیو بیې لوړې شوې او دوی یې د پېرلو وس نه لري.
د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين وايي چې په روان لمریز کال کې د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅيو له لارې پاکستان ته د نږدې ۷۵ ميليون امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي صادر شوي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځياریوب ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د پکتيا د بدنې روزنې او ورزش ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۵۱ لوبغاړو ترمنځ د «یو بل منل» تر عنوان لاندې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP