Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې له ۱۳۰۰ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په ډزو وژل شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ځېنو ولسوالیو کې له ۲۷۵ ښوونځیو څخه سل یې ودانۍ نه لري چې له امله یې زدهکوونکي په کرايي کورونو او خېمو کې پر لیک لوست بوخت دي.
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي، افغان بېسیم او روشن شبکو په لومړي ځل د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې مخابراتي او انټرنېټي خدمات پيل کړل.
د لوګر اوسېدونکي او مالداران وايي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ لسګونه غواګانې مړې کړې دي او د لا خپرېدو په حال کې ده.
د خوړو نړۍوال سازمان/WFP د لوګر په ازره ولسوالۍ کې له ۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د ۶،۸ میلیون افغانیو نغدي مرسته وکړه.
د لوګر چارواکي وايي، انسان تښتوونکو تېره ورځ د دغه ولایت له خروار ولسوالۍ څخه دوه ماشومان تښتولي وو چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په مرکز پل علم کې وژغورل شول.
د لوګر د ملي، فرهنګي او علمي شخصیتونو په یاد د کرکټ شل اووریزې سیالۍ په مرکز پل علم کې پيل شوې چې د دغه ولایت ۴ لوبډلې په کې برخه لري.
د لوګر په مرکز پلعلم کې د سپورټ امریت له لوري د شپږو ولایتونو (کابل، لوګر، پکتیا، کاپيسا او کونړ) د ۱۲۰ لوبغاړو ترمنځ یوه ورځنۍ ازادې سپورټي سیالۍ وشوې چې لوګر لومړی، کابل دویم او پکتیا درېیم مقامونه خپل کړل.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالۍ کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن