د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو د دېرشو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت د کوڅو او کانالونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یوه ۱۵ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
لوګر کې یو شمېر خلک ادعا کوي چې شخصي درملتونونه بېکیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت د وتلي شاعر او لیکوال «ملا درمحمد ګوهري» په یاد مشاعره جوړه شوه.
د لوګر ولایت په برهکیبرک ولسوالۍ کې د «خزان جام» په نوم د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د یوه کس له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانې جوړه شوه.
د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کې د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د تېږېاچونې رسمي سیالۍ ترسره شوې.
په لوګر ولایت کې «د سویل ختیځ زون د پانګونې فرصتونو او ننګونو» تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې پانګوالو او سوداګرو په دغه زون کې شته ستونزې شریکې کړې او چارواکو د حل ډاډ ورکړ.
د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې په محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې او اوبو لګولو اړوند د دوو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.