لوګر کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک د لومړي فاز چارې بشپړې شوې دي او په راتلونکي نوي کال کې به پانګوالو ته د صنعتي پارک د ځمکې وېش پيل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د «سرخاب» اوبو بند رغولو چارې پیل شوې.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې «له یتیمانو د ملاتړ بنسټ» په همکارۍ له شاوخوا زر ځوانانو د سیرتالنبي ازموینه واخیستل شوه.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په «سلیمان کلا» سیمه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
د لوګر ولایت یو شمېر اوسېدونکي او بڼوال وایي، د پخوا په نسبت يې سوداګریزو بڼونو جوړولو ته لېوالتیا ډېره شوې او هڅه کوي چې دې برخه کې پانګونه وکړي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په دغه ولایت کې د دولتي ښوونځیو له زدهکوونکو او ښوونکو سره د شاوخوا ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي توکو مرسته وکړه.
لوګر کې د څلور ولایتونو دېرشو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر «پیروزي کلنګار» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د مرکز پلعلم په غیراباد سیمه کې د یوه کس په شخصي لګښت د «دارالقران» په نوم د نجونو یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د مرکز پلعلم شاوخوا ۵۰۰ بېوزله ماشومانو ته یې د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د لوګر د مرکز پلعلم په لسو ښوونځیو کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت رغنیزې چارې پيل شوې.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.