پلعلم (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیمالله لودین پژواک ته وویل، تېره شپه د مرکز پل علم ښار اړوند «شش قلعه» سیمه کې په یوه کور کې د ګاز ډبه چاودلې ده.

هغه وویل چې د یادې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

د ده په وینا، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټپیانو کې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ و چې د ښې درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته انتقال شول.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې د ګاز ډبې چاودنو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.