د لوګر مرکز پلعلم اړوند د هارونخېلو د هلکانو او نجونو لومړني ښوونځي ته د یوه کس له لوري د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه شوه.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، یوه کس په خپل شخصي لګښت یو مرکز پرانیستی چې ۸۰۰ یتیم او بېوزله ماشومان په کې په وړیا توګه زدهکړې کوي.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې په مرکز پلعلم کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کبانو تولید او روزنې دولتي فارم جوړېږي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د پنځه چکډیمونو د جوړیدو عملي چارې پيل شوې.
د لوګر د مرکز پلعلم ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د څلورلارو، واټونو او کانالونو پاکولو په موخه یو ورځنی حشر وشو.
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
مسوولین وايي، هلمند ولایت کې د دیني مدرسو لپاره ۶۰۰ او لوګر کې ۵۱۵ نوي ښوونکي ګومالرل کېږي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په کې زرګونه ټوګه کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د کابل، لوګر، پروان، میدانوردګ او پکتیا ولایتونو په کچه د مالدارۍ ملاتړو پروژو نندارتون جوړ شو.
د لوګر برهکي برک ولسوالۍ د ایمرجنسي روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
لوګر کې چارواکي وایي، د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت برهکي برک ولسوالۍ ته د برېښنا مزي غځولو چارې پیل شوې.
د لوګر والي د دغه ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په ګډه ناسته کې ویلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې به اسانتیا رامنځته کړي.