د لوګر ولایت د پوهنې ریاست وایي چې برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې د پوهنې په برخه کې د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د اتو رغنیزو پروژو د عملي کېدو چارې پيل شوې.
لوګر کې حکومتي مسوولین وايي، په مرکز پلعلم کې ۳۵۰ کیلوګرامه هېرويين او تریاک کشف او ترلاسه شوي چې په تړاو يې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د لوګر د خروار ولسوالۍ د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې او فراه کې د یوه استنادي دېوال کارونه بشپړ شول.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د پوهنې په برخه کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه ملي سوداګر له خوا د جامع جومات جوړېدو کارونه پيل شول او د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو ښوونځيو ته د ښوونکو د خالي ۲۵۰ بستونو ډکولو لپاره له شاوخوا زر ښځينه او نارینه کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د یوې تازه سروې له مخې په دغه ولایت کې پنځه نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي.
پلعلم (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د لوګر امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د دوو هټۍوالو ترمنځ شخړه کې يو
د لوګر یو شمېر قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې حکومت دې د ولس اساسي ستونزو ته رسېدنه او د بیارغونې پروژې دې بېرته پيل کړي.
د سنځلګل کلنۍ دودېزه مشاعره نن د لوګر په مرکز پلعلم کې د بېلابېلو ولایتونو د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینوالو په ګډون ترسره شوه.
د لوګر د ورزش ادارې چارواکي وایي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د رواني ناروغانو د درملنې دوه مرکزونه پرانیستل شول.