Language

لوګر کې د دوو هټۍوالو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی

پل‌علم (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د لوګر امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د دوو هټۍوالو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی دی.

د امنيې قوماندانۍ وياند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه تېره ورځ هغه مهال وشوه، کله چې د مرکز پل‌علم ښار اړوند په کلنګار سیمه کې د دوو هټۍوالو ترمنځ لفظي شخړه پر تاوتريخوالي واوښته.

هغه زياته کړه چې په پېښه کې یو ۳۰ کلن هټۍوال د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او قاتل هټۍوال د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.

login or register a new account.