وروسته له هغه چې د «اسلامي امارت» مشر ملا هبتالله اخندزاده پر مجرمانو د قصاص او شرعي حدودو جاري کولو امر وکړ، د لومړي ځل لپاره د لوګر ولایت استېناف محکمې له لوري د یوې علني محاکمې په ترڅ کې د درېیو ښځو په ګډون، ۱۷ کسان- چې پر بېلابېلو جرمونو تورن وو- په دُرو ووهل شول.