د لوګر مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو مالداران وايي، په سیمو کې یې حیواني کلینیکونه نشته او هر کال یې ډېر څاروي د ساري ناروغیو له امله تلف کېږي.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په «ابجوش» سیمه کې د اوبو یوه شبکه جوړه شوه او ۳۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
د لوګر په مرکز پل علم کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
پلعلم (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت د برهکي برک ولسوالۍ سلګونو ښوونکو ته به د «نواباد بابوکي»
د لوګر په خروار ولسوالي کې د یوسفزي قوم اړوند دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني- چې په کې له دواړو لورو ۹ کسان وژل شوي دي- د قومي مشرانو په منځګړتوب پای ته ورسول شوه.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ قومي مشرانو په خپل شخصي لګښت د «کوټکي ګداخېلو» هلکانو لومړني ښوونځي د ودانۍ بیارغونه پيل کړه.
د لوګر مرکز پل علم ښار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د کرنیزو توکو او لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د لوګر د مرکز پل علم په پښتوناباد سیمه کې د برېښنا ریاست له لوري د یوه ټرانسفرمر په نصبولو ۳۴۰ کورنۍ د تاجکستان له وارداتي برېښنا برخمنې شوې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني د سېلابځپلو کورنیو د وضعیت څېړلو په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ او د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدلې.
د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي روغتونونو مسوولین وايي، دغو روغتونونو ته د ناروغانو ورتګ د پخوا په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې/ UNDP له خوا د دغه ولایت د مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو د ۲۰ ښوونځیو ۶۰۰ زدهکوونکو او ښوونکو ته له فساد سره د مبارزې په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د لوګر په مرکز پل علم کې د «شکار کلا» له روزنیز مرکزه ۸۰۰ ځانګړي پولیس له درې میاشتنیو زدهکړو وروسته فارغ شول.