Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د تېرو درېیو ورځو پرله پسې ورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا درې سوه جریبه کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.
د لوګر سیمهییز مسوولین وايي د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د یوې خونې چت لوېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او یو ماشوم ټپی شوی دی.
د لوګر د خروار ولسوالۍ اوبو بند بیارغونې چارې بېرته پيل شوې دي؛ خلک او مسوولین وايي چې په جوړېدو به یې زرګونه جریب ځمکه خړوبه شي او ۱۳ زره کورنۍ به ترې ګټه اخلي.
د لوګر ولایت په مربوطاتو کې د کابل – ګردیز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۷ نور ټپیان دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او پنځو ولسوالیو کې تازه شپږ لرغونې سیمې او څلور ابدې کشف شوې دي.
د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د لوګر ولایت پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په مرکز پلعلم، محمداغې او برهکيبرک ولسوالیو کې نهه بابه ښوونځي بیارغول کېږي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، په تېر یو کال کې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۳۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د پېروزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
لوګر کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د څرخ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو سرپرست وزیر وايي چې سږ کال د اوبو زیرمه کولو او خوندیتوب په موخه د هېواد بېلابېلو سیمو کې ۵۰۰ چکډیمونه جوړ شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن