د امریکا دفاع وزارت وایي چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو تر ایستلو وروسته له افغان ځواکونو سره د مالي همکارۍ په اړه سلا مشورې کوي.
بريتانيا تازه افغانستان ته ۵۰ ځانګړي کومانډو سرتېري رالېږلي، څو له افغانستان څخه د خپلو نورو سرتېرو په خوندي ایستلو کې مرسته وکړي.
امنیتي سرچینې وايي چې ناپېژندو وسله والو د کابل ښار په مربوطاتو کې یو امنیتي منسوب وژلی دی.
. . .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د داعش ضد نړيوال ايتلاف د بهرنيو چارو وزيرانو په ناسته کې ګډون کوي.
په کابل کې امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار دوولسمې حوزې مربوطاتو کې یو امنیتي منسوب وژلی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزير وايي چې که څه هم اوس نږدې ټول عمليات افغان ځواکونه کوي، خو د اړتيا پر مهال د بهرنيو ځواکونو هوايي ځواک ور سره مرسته کوي.
په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو خپله شپږه پوځي اډه (کابل کمپ) هم د افغانستان ملي دفاع وزارت ته وسپارله.
کابل ښار کې په دوو جلا امنيتي پېښو کې د دوو امنيتي موظفينو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۶۲۳ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې زیاتره یې په کابل کې دي.
د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ د امنيه قوماندان ورور د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې وژل شوى دى.
په کابل کې د اسټراليا سفير د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير ته ډاډ ورکړی چې له افغان ملي پوليسو سره به خپلې مرستې چټکې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP