کابل (پژواک، ٦ غبرګولی ١٤٠٠): کابل ښار کې په دوو جلا امنيتي پېښو کې د دوو امنيتي موظفينو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ٦مه پژواک اژانس ته وويل چې پرون ماښام مهال د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ په سيمه کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د صفي الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه کې يې ډزې واورېدې، وروسته خبر شو چې دوه کسان وژل شوي دي.

بلخوا د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې د محمد مهدي په نوم يو ماشوم پر ډزو وژل شوى دى.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي چې دغه ماشوم د يوه هوټل د ساتونکي له خوا په چره يي ټوپک ويشتل شوى دى.

د هغه په وينا، د هوټل مالک نيول شوى او پېښه تر څېړنو لاندې ده.

فرامرز دغه راز وويل چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې يو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې څلور کسان له طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې له نيول شوو کسانو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د يادونې ده، له څو ورځو ځنډ وروسته يو ځل بيا په کابل ښار کې هدفي وژنې او ترورونه پيل شوي دي.

دوه ورځې مخکې د کابل ښار په بګراميو سيمه کې د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم وژل شوى و.