Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د تېر کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې د کینو، مالټې، نارنج او لیمو په ګډون د ستروسو ۱۳زره او ۲۴۳ متریک ټنه مېوې تولید شوې دي.
ولسمشر اشرف غني وايي چې د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ رارسېدلې چې له افغانستان سره له دوستۍ او یا دښمنۍ څخه يو انتخاب کړي.
د دفاع وزارت وایي چې د ملي اردو ځواکونو د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه شل امنیتي منسوبین راخوشي کړي دي.
د کرنې وزارت وايي چې په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په کچه ۲۹۹ مټریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت وايي چې د ځواکونو د ايستلو په تړاو د امريکا او ناټو پرېکړې ته درناوى لري او له دې وروسته د سولې په تړاو له دوى سره پر جزيياتو خبرې پيلوي.
د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې په افغانستان کې څه باندې١٧٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٢٩ سلنه زياتوالى ښيي.
د سرور دانش له قوله د ځینو رسنیو هغه خبرونه چې د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې طرحه یې د ولسمشر طرحې ته سپکاوی بللی حقیقت لري، دانش په خپله فیسبوک پاڼه کې دغه طرحه کمزورې ګڼلې او ویلي یې دي چې په قصدي توګه غوښتل شوي چې د حکومت طرحه مبهمه وښودل شي.
د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ اداره (نی) وایي چې د افغانستان رسنیو ټولنه د بیان ازادۍ او رسنیو برخلیک په اړه اندېښمنه ده څو د سولې په اړه د استانبول ناسته کې یاد ارزښتونه له پامه ونه غورځول او معامله پرې ونه شي.
د کرنې وزارت وایي، که څه هم د شیدو له درکه د افغانستان کلنۍ اړتیا ۲،۹ میلیون لېتره ده، خو تېر کال په ټول هېواد کې ۲،۱ میلیون لېتره شیدې تولید شوې دي.
د کابل ښار پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د رئیس پر موټر وسله والو طالبانو برید کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له رييس ډاکتر عبدالله سره د سولې پر وروستيو پرمختګونو او د ترکيې ناستې په اړه خبرې وکړې.
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، په کابل ښار کې د داعش ډلې اصلي قوماندان غلام ناصر چې په الخراساني مشهور دی، نیول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP