Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې وسله والو طالبانو تېر کال ١٤ ولايتونو کې ٢٨ تنه ديني عالمان وژلي دي.
تندر قول اردو وايي چې ګډو امنيتي ځواکونو د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د غير مسوولو وسله والو د قوماندان عليپور قرارګاه نيولې ده.
د امريکا د دفاع وزارت پر کندهار هوايي ډګر د طالبانو بريدونه غندلي او دا يې د سولې هڅو پر وړاندې خنډ بللي دي.
د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي چې د ژورنالېست يما سياووش د قتل په ګډون په ګڼ شمېر هدفي وژنو او چسپکي ماين چاودنو کې ککړه د طالبانو يوولس کسيزه ډله نيول شوې ده.
نړیوال بانک وايي چې لومړنیو او ثانوي زدهکړو ته د افغان ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو لاسرسي ډېرېدو لپاره ۲۵ میلیون ډالر اضافي مالي مرسته تصویب کړه.
د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدو لپاره د تاوتريخوالي پر کمولو او اوربند ټينګار کړى دى.
ولسمشر غني د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته له رسېدو وروسته د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره لیدلي.
په کابل کې امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژاندو وسله والو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د صفت الله فقیر په نوم د هوایي ځواک یو افسر وژلی دی.
د کابل امنیتي مسوولین وايي چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند سیمه کې یو امنیتي منسوب وژلی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف له امریکا غوښتي چې د دوحې تړون له مخې خپل ټول ځواکونه د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان څخه وباسي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، چې د سولې نوي نوښتونه باید منسجم او متمرکز واوسي، څو د دوحې د سولې مذاکرات غښتلي کړي، نه دا چې هغه کمزوري کړي.
د افغانستان بهرنيو چارو وزير له خپل هندي سيال سره د سولې پر پروسې او اقتصادي اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP