د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په مردان کې چاودنې درې کسان وژلي او د پولیسو په ګډون اته نور یې ټپیان کړي دي.
د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، راتلونکې اونۍ به د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بېسرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي د خط اچونې لړۍ پیل شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ازبکستاني چارواکو سره لیدنه کې د افغان ټرانس پروژې د چارو پر تطبیق او بشپړېد د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د کرنې برخې د میکانیزه کولو او د بزګرانو ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت خبر ورکوي چې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیماتي چارو تړون د شپږو میاشتو لپاره وغځېد او وايي، د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې د لومړنۍ تخنيکي سروې چارې به په نږدې راتلونکې کې پيل کړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د یو شمېر ولایتونو له قومي مشرانو او علماوو سره په ليدنه کې ویلي، د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې او هر افغان له تبعیض پرته په کې ځان لیدلی شي.
عدلیې وزارت وایي، په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاسي بنسټونو مسوولینو د خپلو لغوه شوو ګوندونو له ادرسونو دریځنیونې او ځینې کړنې ترسره کړې چې د تکرار په صورت کې به ورسره قانوني او شرعي چلند وشي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټينګار کړی او یلي یې دي چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره نېکې او ښې اړیکې غواړي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د اېټالیا سفیرې د دغه وزارت د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې له معین سره په لیدنه کې، افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت او روږدو کسانو درملنې برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختې واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
نړۍوال بانک اعلان کړی چې د دغه بانک د نوې تصویب شوې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پيلوي.
نړۍوال بانک اعلان کړی چې له افغانستان سره ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي، په افغانستان کې علماوو ته د حق ویلو تر ټولو ښه زمینه برابره ده، په داسې حال کې چې په ډېرو هېوادونو کې علماوو ته د حق ویلو اجازه نه ورکول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP