Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
عدلیې وزارت وایي، په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاسي بنسټونو مسوولینو د خپلو لغوه شوو ګوندونو له ادرسونو دریځنیونې او ځینې کړنې ترسره کړې چې د تکرار په صورت کې به ورسره قانوني او شرعي چلند وشي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټينګار کړی او یلي یې دي چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره نېکې او ښې اړیکې غواړي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د اېټالیا سفیرې د دغه وزارت د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې له معین سره په لیدنه کې، افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت او روږدو کسانو درملنې برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختې واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
نړۍوال بانک اعلان کړی چې د دغه بانک د نوې تصویب شوې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پيلوي.
نړۍوال بانک اعلان کړی چې له افغانستان سره ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي، په افغانستان کې علماوو ته د حق ویلو تر ټولو ښه زمینه برابره ده، په داسې حال کې چې په ډېرو هېوادونو کې علماوو ته د حق ویلو اجازه نه ورکول کېږي.
د فوټبال فدارسیون له لوري په کابل کې «د رسنیو جام» په نوم د فوټسال سیالۍ د المپیک کمېټې د نشراتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، مولوي اسدالله بلال کریمي د چین له خوا د رسمي سفیر په توګه ومنل شو او خپل باورلیک یې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړ.
کابل او ننګرهار کې سلګونو کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاريونونه وکړل او پر غزه يې د اسرائیلو بریدونه وغندل.
د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د دغه ښار پرمختیا ادارې له خوا د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي دي.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په ترڅ کې نن د نیوزیلینډ او بنګلهدېش کرکټ لوبډلې لوبه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP