Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېر ماښام یې هغه تورن کس نیولی چې وړمه ورځ یې د رومل په نوم د یوه کس په وژلو کې لاس درلود.
بغلان کې د مڼو بڼوال او سوداګر وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ډېر دي خو بیه یې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ټیټه شوې ده.
بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر بېکوره شوي خلک وايي، د حکومت او مرستندویه ادارو له لوري ورسره د کورونو جوړولو ژمنې شوې خو لا هم نه دي عملي شوې، بلخوا مسوولین وايي، لسګونه کورونه جوړ شوي دي.
د بغلان د کرنې ریاست مسوولین او کروندګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو حاصلات ۱۴ سلنه ډېر شوي او بیه یې هم دوه برابره لوړه ده.
د بغلان ولایت په دهنهغوري ولسوالۍ کې د ځایي اوسېدونکو له لوري د ۶۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوې دیني مدرسې د جوړولو چارې پیل شوې.
بغلان کې ورزشي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د دوو ځوانانو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې یو د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د کرکټ یوولسو لوبډلو ترمنځ ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې چې څه باندې یوه میاشت به دوام ولري.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې نږدې ۱۹ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
بغلان کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یوه ځوان د ټوپک په ډز خپل ځان وژلی دی.
بغلان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږ کیلومتره یوه سړک پراخولو او پخولو کار پیل شو.
د بغلان د ترافیکو مدیریت خبر ورکوي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان او درېیو نورو کسانو یې په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP