Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د دوو ځوانانو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې یو د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د کرکټ یوولسو لوبډلو ترمنځ ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې چې څه باندې یوه میاشت به دوام ولري.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې نږدې ۱۹ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
بغلان کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یوه ځوان د ټوپک په ډز خپل ځان وژلی دی.
بغلان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږ کیلومتره یوه سړک پراخولو او پخولو کار پیل شو.
د بغلان د ترافیکو مدیریت خبر ورکوي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان او درېیو نورو کسانو یې په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بغلان مرکز پلخمري ښار کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، د بېوزلۍ له امله یې کار کولو ته مخه کړې چې اوس له زدهکړو پاتې دي.
د بغلان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راغلو سېلابونو د ځاني زیان اړولو سربېره څلور زره کورونه ویجاړ او لس زره څاروي تلف کړي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د لیسې دورې زدهکوونکو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د زون په کچه کلنیو سیالیو ته د چمتووالي او لوبغاړو غوراوي په موخه د اوو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې.
د بغلان د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۵۰ زره جریب غصب شوې کرنیزې دولتي ځمکې له ډلې یې شل زره جریب بېرته راګرځولې او د پاتې نورې خلاصولو هڅې روانې دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالي کې یو ۵۸۰ مسافروړونکی موټر له غره سره لګېدلی او نهه کسان پهکې ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP