پلخمري (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): بغلان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږ کیلومتره یوه سړک پراخولو او پخولو کار پیل شو.
د پلخمري ښاروال مولوي عبدالطیف مظلوم وایي، د ښاري پراختیا او تنظیم لپاره نن په پلخمري ښار کې د څه باندې شپږ کیلومتره یوه سړک پراخولو او پخولو چارې پیل شوې.
هغه زیاته کړه، یاد سړک د پلخمري ښاروالۍ له بودجې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي چې چارې به یې د روان کال تر پایه بشپړې شي.
نوموړي وویل، د پلخمري ښار ځيني عمومي سړکونه کم عرضه دي، ګڼېګوڼه پرې ډېره وي، هغه پراخېږي او ترڅنګ یې ښار ته غځېدلی سړک هم رغول کېږي چې د همدې پروژې برخه ده.
ورته مهال، د پلخمري ښار اوسېدونکی حاجي صالح وایي، ښار کې شاوخوا سړکونه چې څومره پراخېږي، هومره ښار ښایسته کېږي.
دی زیاتوي، خلک باید د پلخمري ښاروالۍ د پراختیایي پروژو ملاتړ وکړي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن