Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت خانشین او دېشو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې رغول شوې او د اوبو تصفیې ماشینونه جوړ او فعال شوي دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او بهرامچې ولسوالۍ کې یې څلور کسان له ۵۶ کېلوګرامه ښېښې او ۱۴۰۰ «کا» ټابلېټونو سره نیولي دي.
د هلمند ځايي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې ۱۰۵ نوې صنعتي فابریکې جوړې شوې او نږدې پنځه زره کسانو ته پهکې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې تېره شپه د لسو لوبډلو ترمنځ د «فولاد جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت موسیکلا ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او له را ایستلو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
هلمند کې ځایي مسوولین د هغه ځوان د مړي له پيدا کېدو خبر خبر ورکوي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې څلور ورځې مخکې اوبو وړی و.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو تازه د انجې کرلو ته مخه کړې او زیاتوي چې د انجې ګټه د کوکنارو په نسبت درې برابره ډېره ده.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې دوه کسان له سلګونه کیلوګرامه بېلابېلو نشهیې توکو سره نیول شوي دي.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، لا هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې خلک یې هیڅ ډول روغتیایي خدماتو لاسرسی نهلري او زیاتوي چې باید لږ تر لږه ۳۷ نوي روغتیایي مرکزونو ورته جوړ شي.
هلمند کې د درېیو ولایتونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د نیمروز لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.
د هلمند د کرنې ریاست له لوري د یوې ځايي مووسسې په همکارۍ د مرغدارۍ او مالدارۍ سلو فارملرونکو ته د حيواني سرې تولید برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن