لښکرګاه (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د هلمند د والي ویاند وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې په دغه ولایت کې د کرنې او امنیتي ادارو په همکارۍ ١٢٨٠٠ جریب غصب شوې حکومتي ځمکه راګرځول شوې ده.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض د لړم په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ځمکو د غصب مخنیوي کمپاین کې چې په تېرو دوو اونیو کې د دغه ولایت د ګرشک، مارجې، واشير، نادعلي، ګرمسېر، ناوه، نهرسراج، باباجي، سنګین او یو شمېر نورو ولسوالیو کې ترسره شوی، ١٢٨٠٠ جریب غصب شوې حکومتي ځمکه راګرځول شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په یادو ځمکو کې د ځینو خلکو له خوا په خپل سر جوړ شوي سرایونه او برمې تخریب شوي، د دې ترڅنګ لسګونه تراکنورونه، مولدونه او لمریزې تختي ظبط او غاصبین عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د ریاض د معلوماتو له مخې، د غصب مخنیوي دغه لړۍ د مرکز لښکرګاه په ګډون د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP