Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پژواک اژانس موندنې ښیي چې د هېواد د ۷ ولایتونو په ۱۹ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته، خلک هلته نجونو ته د ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي او چارواکي وایي، د جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.
. . .
د طب یوه محصله چې ځانته یې درسي پروګرامونه جوړ کړي او شاوخوا ۲۰۰ نجونو ته په انلاین ډول د انګلیسي ژبې درس ورکوي، له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
د خوړو نړۍوالې ورځې په مناسبت، ملګرو ملتونو ویلي چې نږدې ۱۹ میلیون افغانان کافي خواړه نه لري.
د کابل ښار څرخي پله ته نږدې د صنعتي پارکونو شاوخوا سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې ځینې فابریکې فلترونه نه کاروي او د سخت لوګي له امله یې له ستونزو سره مخ دي؛ خو د فابریکو مالکان او کابل ښاروالي بیا دغه ادعا ردوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینز سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت، په ځانګړي ډول د افغان ښځو په اړه خبرې کړې دي.
طبي پوهان وایي، نوې څېړنې ښيئ چې کرونا مغز هم اغېزمنوي چې له امله یې مغز کوچنی کېږي او ناروغان باید له کرونا تر رغېدو وروسته عصبي ډاکتر ته مراجعه وکړي.
د حکومت یو چارواکی وایي چې د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې افغانې مېرمنې د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي؛ د افغانستان اسلامي امارت ټولو ښځو ته د شرعي حقونو په ورکولو کې ځان ژمن بولي.
د سرپرست حکومت چارواکي وايي، هغه شپږ کلن ماشوم چې درې ورځې مخکې د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ په یوه لېرې پرتې سیمه کې څاه ته لویدلی و، له څاه څخه رایستل شوی، خو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
طبي پوهانو په انټرنېټي پاڼو او یو شمېر رسنیو کې په دې اړه خپاره شوي خبرونه چې (A) ګروپ وینه لرونکي خلک ډېر پر کرونا اخته کېږي رد کړي او وايي، دغه خبرې نه دي ثابتې شوې.
د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د یوه امریکایي ډالر ارزښت له ۱۰۲ افغانیو ۹۵ افغانیو ته رالوېدلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وایي، ټاکل شوې چې سبا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته جوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP