ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې څاه ته لویدلی ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ

زابل کې څاه ته لویدلی ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ

author avatar
18 Feb 2022 - 12:36
زابل کې څاه ته لویدلی ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ
author avatar
18 Feb 2022 - 12:36

کابل (پژواک، ۲۹ دلو ۱۴۰۰): د سرپرست حکومت چارواکي وايي، هغه شپږ کلن ماشوم چې درې ورځې مخکې د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ په یوه لېرې پرتې سیمه کې څاه ته لویدلی و، له څاه څخه رایستل شوی، خو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تېره ورځ حکومتي سرچینو اعلان وکړ، چې د دغه ماشوم (حیدر) د ژرغونې عملیاتو ته د ښې رسېدنې په موخه، د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب، د عامې روغتیا چارواکي ډاکټر عبدالباري عمر، انس حقاني او تخنیکي او روغتیايي ټیمونو د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس او د حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق، په خپله ټویټرپاڼه دغه پېښه تایید کړې او لیکلی، چې له زیاتو هڅو سره سره، حیدر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

وثیق ویلی دی: «له ټول کوشش سره سره د حیدر د ژوند ډيوه مړه شوه، د ميليونونو خواخوږو زړونه يې غمجن کړل.»

انس حقاني، چې د ژرغونې له ټیم سره سیمې ته تللی و، هم په خپله ټویټر پاڼه کې د دغه ماشوم مړینه تایید کړې ده.

حقاني لیکلی دی: «له بده مرغه، حیدر د تل لپاره له موږ څخه جلا شو. زموږ هیواد نن ورځ بیا د یوې لویې غمجنې پیښې کوربه دی.»

Visits: 372

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.