Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د ملي او نړۍوالو مرستو په دوام، تاجکستان، سویس او عزیزي خیریه بنسټ خپلې بشري مرستې لېږلې او قطر په سیمه کې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یو ګرځنده روغتون رامنځته کړی دی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د دغه هېواد له ۲۳ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن د میانمار پر وړاندې لوبه ترسره کوي.
د هېواد د لسو ولايتونو د څه باندې ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوتالرمي «د سرو زرو کمربند» څلورم پړاو سراسري سيالۍ نن په کابل کې پیل شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي چې په پنځو پوهنتونونو کې اته د ماسټرۍ او څلور د دوکتورا برنامې رامنځته شوې او دغهراز په بېلابېلو پوهنتونونو کې پنځه نوي پوهنځي او ۳۱ ډیپارټمنټونه پرانيستل شوي دي.
د روسیې د بېړني حالت وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان ختیځ کې زلزلهځپلو ته د بشري مرستو دویمه کڅوړه لېږلې ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي ريیس وایي، نړۍوال بنسټونه باید د افغانستان د برېښنا سکټور کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي او دغه برخه دې له سیاست سره نه تړل کېږي.
افغان ورزشکار نثاراحمد قاضيخاني د «AllFight Night» نړۍوالو سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته ماته ورکړه.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال وايي، افغانستان غواړي د منځنۍ او سوېلې اسیا ترمنځ د وصل نقطه وي او نړۍ باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو مالي بنسټونو غوښتي چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي؛ ځکه دغو محدودیتونو په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د دې ادارې د ماینونو ضد د اقدام سرویس همکارانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان ختیځ کې د زلزلېځپلې سیمې ۲۵ کیلومتره مربع ځمکه پر چاودېدونکو توکو ککړه ده.
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره په بشري او پراختیايي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د پنجشېر ولایت د مطبوعاتو دفتر وايي چې د دغه ولایت ۶ زره او ۴۸۵ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۱۰۷ زره او ۵۵۹ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP