Language

د پنجشېر څه باندې ۶ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): د پنجشېر ولایت د مطبوعاتو دفتر وايي چې د دغه ولایت ۶ زره او ۴۸۵ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۱۰۷ زره او ۵۵۹ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

د پنجشېر ولایت د مطبوعاتو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه داوطلبي د ټول هېواد، په ځانګړې توګه د ځوانو پانګه‌والو او د پنجشېر د ځايي سوداګرو په شتون کې په شفاف ډول ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې چې داوطلبۍ ته وړاندې شوي زمرد په کرېټ ډول پر کانونو د څار پلاوي د استازو په حضور کې پلور ته وړاندې شول او په دې پروسه کې د بېلابېلو ولایتونو سوداګرو برخه اخیستې وه.

سرچینې لیکلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د کانونو د استخراج او مدیریت په نتیجه کې د دغه ولایت ډېری خلکو، په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

Related Topics