د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له پیل سره سم د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې له فلسطینانو سره بشري مرستې ډېروي.
نن شپه د اسپانیا سوپر جام پایلوبه کې بارسلونا او ریال مادرید له یو بل سره مخ کېږي.
کابل کې د ترکیې سفارت وايي چې د افغانستان د خلکو لپاره یې د هېواد ۷۲۴ ټنه نوره بشري مرسته هرات ته رسېدلې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې نړۍوالو قوانینو ته باید ژمن پاتې شي او د افغان پناهغوښتونکو ځورول او نیول ودروي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز په کندهار کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو وېش د پیل مراسمو کې له هغو هېوادونو چې افغان کډوال په زور راوباسي، وغوښتل چې له کډوالو سره له ظلم کولو لاس واخلي.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د راپورونو له مخې، د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو وروسته له نهو کلونو د دغه هېواد د حاکم لیبرال ګوند له رهبرۍ استعفا کوي.
د راپورونو له مخې، فلسطیني چارواکو په دغه هېواد کې د الجزیرې ټلوېزیون پر فعالیت د لنډ وخت لپاره بندیز لګولی دی.
یو شمېر روغتیايي کارپوهان وایي چې طبي کثافات که څه هم ظاهراً بېخطره ښکاري، خو د چاپېریال او روغتیا لپاره د یوې لویې ننګونې په توګه کولای شي د خطرناکو ککړتیاوو او جدي ناروغیو سرچینه او دغه راز د ناروغیو د لېږد وسیله هم وي.
اروپایي ټولنې له افغانستان سره د هر اړخیزې او پایدارې اقتصادي ودې د ترویج او پر بشري مرستو د اتکا کمېدو لپاره د ۱۹،۸ میلیون یورو مرستې خبر ورکړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسلامي امارت مشر په لومړي ځل په هېواد کې د ۳۱۸ عمومي روغتونونو (General Hospitals) د جوړولو امر کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې بلغارستان له افغانستان سره ۳۰ زره یورو چې معادل یې څه باندې ۳۱ زره ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP