د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر وايي چې دوی خپل اختلافونه د رایو په صندوقونو کې حل کوي.
د راپورونو له مخې، المان کې د یوه کس له خوا د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ایران نوي ولسمشر ویلي، زما تر مدیریت لاندې به ایران له ګاونډیو هېوادونو سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړي.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي سبا (دوشنبه) په یوه دوه ورځني سفر روسیې ته ځي.
د راپورونو له مخې، د ایران د ولسمشرۍ څوارلسمې دورې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او دغه پړاو ټاکنې به د مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ وشي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغه سازمان سرمنشي منځنۍ اسیا ته د خپل سفر په پیل کې نن (شنبه) ازبکستان ته ولاړ شي.
د راپورونو پر بنسټ، د امریکا نیویارک ایالت په روچسټر ښار کې د یوه کس په ډزو شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د روسيې بهرنيو چارو وزير ویلي چې د ټولیز امنيت تړون سازمان (CSTO) غړي هېوادونه له اسلامي امارت سره د معنالرونکو خبرو غوښتونکي دي.
د ارمنستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې فلسطین هېواد یې په رسمیت پېژندلی دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي، ځینو رسنیو د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ناسم خپور کړی؛ ځکه راپور کې افغانستان کې د ارقامو اړوند د حادو اسهالاتو (AWD) کلمه استفاده شوې چې د کولرا له یقیني او تثبیت شوو شمېرو سره ربط نه لري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره ستراتيژیک هوکړهلیک لاسلیک کړ چې پر اساس یې، که پر دغو دواړو هېوادونو له بهره بریدونه وشي، نو د یو بل ملاتړ به کوي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو پر یوه ښوونځي چې د بېځایه شوو فلسطینیانو د راغونډېدو ځای و، هوايي برید کړی چې له امله یې ۳۲ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP