د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د هغې طرحې تطبیق په عمل کې پیل کړ چې د افغانستان باروړونکو موټرو ته د موقت سند پر اساس اجازه ورکوي چې په سرحدي سیمو کې دغه هېواد ته داخل شي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې سوداګرۍ کې لا اسانتیا رامنځته شي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې اسلامي امارت پر افغانستان بشپړ کنټرول لري او دغه موضوع د مسکو لپاره ډېره مهمه ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر ویلي چې د دغه بنسټ د وروستیو شمېرو له مخې، په نړۍ کې د جګړو، تاوتریخوالي او ځورونو له امله د بېځایه شوو شمېر ۱۱۴ میلیون کسانو ته رسېدلی دی.
یو داخلي شرکت د څه باندې ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د قشقري ۶۰ زره ټنه خام نفتو د پلور داوطلبۍ ګټونکی شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د مړه شوي ولسمشر سید ابراهیم رییسي جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته روان شول.
د ختیځ اذربایجان د اسلامي تبلیغاتو عمومي مدیر ویلي چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره مل کسانو جنازې تبریز ته لېږدول شوې او د راتلونکې پنجشنبې ورځ په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه ۱۶۹ ماشومانو درملنې په موخه له قطر سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (FPCCI) رییس ویلي، د چمن – سپینبولدک دروازه باید ژر تر ژره پرانیستل شي څو د سوداګرو مالي زیانونه راکم شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ علماوو مشورتي ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي.
یو شمېر نړۍوالو بنسټونو د هېواد ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول بغلان کې د سېلابځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، بلخوا ځینو اشخاصو له دغو سېلابځپلو سره نغدي مرستې اعلان کړې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې غړو په دغه سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په غوڅ اکثریت تصویب کړ.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وایي چې دمګړۍ په هېواد کې د لسو ناروغیو وقایې لپاره ۱۳ ډوله واکسین موجود دي چې د ۳۰۴۹ روغتیایي مرکزونو له لارې میندو او له یو کال کمعمره ماشومانو ته په وړیا ډول تطبیقیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP