سرپرست حکومت وایي، چې د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې، د امارتي شرکتونو د انسجام او ښه مدیریت په موخه یوه خپلواکه اداره جوړېږي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر د خپل پاکستاني سیال په بلنه اسلاماباد ته سفر کړی دی.
د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، خو ا.ا دا ډول څرګندونې بیا بیا رد کړې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د تګزاس ایالت په یوه هوټل کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي او امریکايي چارواکو وايي، یاده پېښه ښايي د ګاز چاودنې له امله شوې وي.
د راپورونو له مخې، د امریکا په لاسانجلس کې د ډزو دوو پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د افغانستان لپار د جاپان سفیر د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د خپل هېواد همکاریو په دوام ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې، نایجیریا کې پر شلو کلیو د وسلهوالو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۶۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د مالیزیا له پخواني لومړي وزیر سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او له دغه هېواده د افغان ګرځندویانو د لیدنې په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان په چارو کې د مالیزیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، د هېواد دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي چې په افغانستان کې ۱۳ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي او په دغه هېواد کې د ماشومانو او میندو مړینې مخنیوي برخه کې د درملو چمتو کولو او له روغتونونو د ملاتړ لپاره ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د اړمنو، په ځانګړې توګه له پاکستانه په زور ایستل شوو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۶.۷ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې مولوي امیرخان متقي په هرات کې د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP