د راپورونو له مخې، د هغه کس مړی چې قرانکریم یې سوځولی و، ناورې کې په خپل کور کې موندل شوی دی.
د افغانستان ستره محکمه وایي، خوست ولایت کې دوو کسانو ته چې پر لواطت تورن وو، تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ، د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل هوايي بریدونو کې د ایران سپاه پاسدران اووه غړي وژل شوي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال د کانونو له قراردادیانو، د فابریکو له مالکانو او د مالګې اتحادیې له غړو سره لیدنه کې ویلي چې د مالګي پر وارداتو بشپړ بندیز لګول شوی دی.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې تېر کال یې ۵،۲ میلیارد زړې افغانۍ ټولې کړې او سوځولې دي.
اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د لوږې پر وړاندې د اقدام سازمان په همکارۍ په غور، دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې د زیانمنو ټولنو ملاتړ لپاره پنځه میلیون یورو مرسته کوي.
د راپورونو له مخې، ولادیمیرپوتین د روسیې ولسمشریزې ټاکنې یو ځل بیا وګټلې.
د سپینې ماڼۍ وياند ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو مخکنیو همکارانو او هغو کسانو پر وړاندې ژمنه پای ته نه ده رسولې چې د افغانستان په دوه لسیزه جګړه کې یې له دوی سره مرسته کړې ده.
د روسیې ولسمشریزې ټاکنې نن (جمعه) پیل شوې او د دغه هېواد بېلابېلو سیمو ټاکنیزو حوزو کې به رایهاچونه تر راتلونکې یکشنبې پورې روانه وي.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي ویلي، هیلهمن دی چې د افغانستان خپلواکۍ په ساتلو سره په نړۍواله برخه کې د دغه هېواد مشارکت لپاره یو خوندي دهلېز پرانیستل شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلِي چې ایرانی سیال یې حسین امیرعبداللهیان د یوه پلاوي په مشرۍ اسلاماباد ته ورغلی دی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانان په زور یا داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP