ژبه

افغانستان ته د مالګې پر وارداتو بشپړ بندیز لګېدلی

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال د کانونو له قراردادیانو، د فابریکو له مالکانو او د مالګې اتحادیې له غړو سره لیدنه کې ویلي چې د مالګي پر وارداتو بشپړ بندیز لګول شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن (پنج‌شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو د کانونو له قراردادیانو، د فابریکو له مالکانو او د مالګې اتحادیې له غړو سره د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ د مرستیال شیخ ضیالرحمن الاریوبي د لیدنې خبر ورکړی دی.

الاریوبي د مالګې کانونو قراردادیانو ته ویلي: «پر وارداتي مالګه بشپړ بندیز لګولو شوی، قراردادیان او د مالګې فابریکو مالکان دې د دغه فرصت په ارزښت پوه شي او په صداقت او ایمان‌دارۍ دې مالګه استخراج، پروسس، تولید او د هېواد بازارونو ته عرضه کړي.»

هغه ژمنه وکړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت د قانونو په چوکاټ کې له دوی هر ډول ملاتړ کوي.

په همدې حال کې، سرچینې زیاته کړې د مالګې قراردادیانو او د کانونو مالکانو هم له دغه اقدامه هرکلی کړی دی.

د یادونې ده، افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مالګې څو کانونه لري.