Language

د ایران بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته تللی

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلِي چې ایرانی سیال یې حسین امیرعبداللهیان د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام‌اباد ته ورغلی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې عبداللهیان د دغه هېواد بهرنیو چارو د وزیر عباس جیلاني په بلنه اسلام‌اباد ته تللی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د ایران بهرنیو چارو وزیر به د دغه سفر په ترڅ کې له خپل پاکستاني سیال جیلاني او د دغه هېواد له لومړي وزیر انورالحق کاکړ سره لیده کاته ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر عباس جیلاني له عبداللهیان سره په ټیلېفوني خبرو کې هغه ته پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې وه.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.