Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناروې کې د هغه کس مړی موندل شوی چې سویډن کې یې قران‌کریم سوځولی و

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د هغه کس مړی چې قران‌کریم یې سوځولی و، ناورې کې په خپل کور کې موندل شوی دی.

د ایران صدا و سیما اژانس راپور ورکړی چې سلوان صباح متي مومیکا عراقی کډوال و چې څه موده مخکې په سویډن کې د قران‌کریم سوځولو د اقدام له امله یې د خلکو پام ځان ته واړاوو.

د راپور له مخې، د هغه مړی ناروې کې د هغه خپل کور کې موندل شوی او پولیسو د هغه د مړینې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

مومیکا په خپل وروستي پیغام کې پر اېکس‌پاڼه لیکلي وو: «نن مې سويډن پرېښود، اوس ناروې کې د ناروژي مسوولینو تر ملاتړ لاندې یم، ما په ناروې کې د کډوالۍ او نړۍوال ملاتړ لپاره غوښتنه کړې.»

د «انډیا ټي‌وي» په نوم یوې هندي رسنۍ هم د دې موضوع په اړه راپور ورکړی دی.

د ویلو ده، په ټولنیزو رسنیو کې د مومیکا مړي موندل کېدو په اړه راپورونه خپاره شول، خو ناروې هېواد هيڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.