د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې مولوي امیرخان متقي په هرات کې د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کړې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي، ملګري ملتونه دې ایران کې پناهغوښتونکو، په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې له پنځه میلیونه ډېر افغان کډوالو په اړه خپلو دندو ته پاملرنه وکړي.
د ایران حکومت یو چارواکی وايي چې په تېرو پنځو ورځو کې د خراسان رضوي ولایت پولې له لارې ۱۶ زره ناقانونه افغان کډوال ایستل شوي دي.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د انټرنېټي خدمتونو له لوړې بیې او ټیټ کیفیته شکایت کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نږدې راتلونکي دې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ۲۷۹ نوو مخابراتي سایټونو فعالولو خبر ورکوي.
د راپورونو له مخې، د چین ولسمشر شيجین پینګ له شپږو کلونو وروسته د اسیا- اقیانوس (APEC) اقتصادي مرستو کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د امریکا متحده ایالتونو ته سفر کړی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند د حکم پر اساس، له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کابل په شمالي ترمینل کې لنډمهال کمپ جوړ شوی دی.
د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان په پنځوسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو اسټرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، پاکستان د کډوالو ایستلو پرېکړه د اسلامي امارت، ملګرو ملتونو او د کډوالۍ چارو کې د یاد سازمان عالي کمېشنرۍ له همغږۍ پرته کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ګډو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو او د سیمې وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، بریتانیا او متحده ایالتونو کې زرګونه کسانو د لاریونونو له لارې په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.
په کمپنۍ کې د مېوې او سبزي یو مارکېټ چې د کابل ښاروالي له لوري یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکول شوی و، پرانیستل شو.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له مخکني او نوي سفیرانو سره په لیدنه کې ویلي، دغه هېواد کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP