د بښنې نړۍوال سازمان پر غزه د اسرائیلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا بریدونه باید د جنګي جرمونو په توګه وارزول شي.
د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي، هېواد کې یې له افغانانو سره ناوړه چلند د غندي وړ او ناسم دی او تهران یې نه مني.
د کډوالۍ چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وایي، هرات کې د زلزلهځپلو بېړنيو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۱۴.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په یو رسمي سفر د «یو کمربند یوه لار» ناسته کې د ګډون په موخه چین ته ځي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا وایي، غړو یې د دې شورا ناسته کې د هرات خونړۍ زلزلې قربانیانو ته د درناوي په پار یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې اغېزې او څرنګوالی څېړي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې ۱۱۱ افغان کډوال نیولي دي.
د راپورونو پر اساس، عراق کې د واده په مراسمو کې لږ تر لږه ۱۱۳ کسان مړه او څه باندې ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ اژانس اعلان کړی چې اروپا کې د پناه اخیستو لپاره ۴۴ سلنه غوښتنلیکونه د افغان، سوري، ونزویلایي، ترکي او کولمبیایي کډوالو له خوا وړاندې شوي دي.
د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا (یکشنبه) ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په کابل کې خپل کاري دفتر وروسته له دوو کلونو بېرته پرانیست.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP