ځينې سرچینې خبر ورکوي چې د هرات ــ بادغیس پر لویه لار له درې تر ۱۰ موټر او په کې سپاره مسافر په واوره کې بند پاتې دي او وايي، یاد مسیر له تېرې ورځې راهیسې د واورې ورېدو له امله بند دی.
د راپورونو له مخې، د قزاقستان مخکني ولسمشر له خپل ځای ناستي سره هر ډول مخالفت رد او زیاته کړې یې ده چې د ولسمشرۍ ټول صلاحیتونه یې قاسم جومارت توقایف ته سپارلي دي.