د ځينو رسنیو خپاره شوو راپورونو له مخې چې نیول شوې یو شمېر ښځې له درې اوونۍ بند تېرولو وروسته بېرته ازادې شوې دي.
د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې د حکومت پالیسي روښانه ده؛ هيڅوک د صحرایي محکمې اجازه نه لري او نه به هیچا ته د سرغړونې اجازه ورکړل شي.
د حکومت یو چارواکی وایي چې د ترکیې د خلکو ۷۵۰ ټنه بشردوستانه مرستې هرات ولایت ته راورسېدې.
د حکومت یو چارواکی وایي چې له دې وروسته د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت په کابل کې د خلکو تر کورونو ګاز تر بازاره په ارزانه بیه رسوي.
. . .
کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ١٤٠٠): د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دوی د افغانستان په نړیوال بانک کې ۱۳۵ میلیون امریکايي ډالر لري،
کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰): د هېواد د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو کې سبا خپله وروستۍ لوبه له اسټرالیا
د صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس له امنیتي لیکو د ۴۰۰۰ نامطلوبو کسانو ایستلو خبر ورکړ، هغه داعش د افغانستان لپاره خطر نه ګڼي او وايي چې د راتلونکو امنیتي ځواکونو په لیکو کې به په کافي اندازه ښځې حضور ولري.
د اریانا نیوز مسوول مدیر خبر ورکوي، د دغه ټلویزیون دوه خبریالان چې دوه ورخې مخکې نیول شوي وو، بېرته خوشي شوي دي.
کابینې له جلال اباده پېښور او له کندهاره کوېټې ته د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ تایید کړی او پرېکړه یې کړې چې له دې وروسته هيڅ اداره د خپلو عایداتو د مصرف حق نه لري.
یو حکومتي مسوول وایي چې د حکومت د رهبرۍ له خوا مولوي شمس الدین شریعتي د هېواد لوی څارنوال په توګه ټاکل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP