پرې شونډې او پرې تالو دوه مورزادي ستونزې دي چې پرې اخته کسان له روغتیایي ستونزو سربېره، له ټولنیزو او رواني اغیزو يې هم ځوریږي، پوهان پر دې باور دي چې د یادو ستونزو درملنه باید یوه بشپړه تګلاره ولري څو په یوه وخت کې روغتیايي، رواني او ټولنیز ابعاد یې په پام کې ونیسي.