Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن (پنجشنبه) المان ته سفر کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د المان د ۱۱،۲ میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، نایجیریا کې د تېلو یوه ټانکر چاودنه کړې چې له امله یې ۱۴۷ کسان وژل شوي او نږدې ۷۰ نور ټپيان دي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي چې «فتنهګرو ډلو» ته د ځوانانو د نه جذبېدو، د هغوی د کډوال کېدو او د نشهیي توکو مخنیوي لپاره باید په افغانستان کې سترې پروژې پلې شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق له لومړي وزیر سره لیدنه کې ویلي چې سیمه په یوه خطرناک وضعیت کې ده او د سیمې ټول هېوادونه باید پر غزه او لبنان د اسرائیل د تیري او جنایاتو د درولو لپاره هڅه وکړي.
د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له چارو د لیدنې پر مهال ویلي چې قراردادي شرکتونه دې د دې لارې چارې د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته بلنه ورکړې چې مسکو ته سفر وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (چهارشنبه) سعودي عربستان ته ځي.
د امریکا د متحده ایالاتو عدلیه وزارت وايي، یو افغان د امریکا د ټاکنو پر ورځ د برید د پلان جوړولو په تور نیول شوی دی.
منځني ختیځ کې د کړکېچ په ډېرېدو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمهییزو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو اترو په موخه د سوریې پلازمینې دمشق ته تللی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام شوي، خو ایران کې دننه حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په یوه لیک کې د دغه سازمان له سرمنشي او د امنیت شورا له مشر غوښتي چې په لبنان کې د اسرائیلو اقداماتو ته د رسېدنې په موخه بېړنۍ ناسته جوړه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP